د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بېل ګېټس بنسټ له مسؤولې سره د پولیو پر مخنیوي خبرې وکړې

arcs_website_admin
Wed, Mar 11 2026 2:38 PM
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بېل ګېټس بنسټ له مسؤولې سره د پولیو پر مخنیوي خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د بېل ګېټس بنسټ د آسیا لپاره د پولیو برخې له مسؤولې آغلې اناماریا سره په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي، د واکسین کمپاینونو د پیاوړتیا او راتلونکو همکاریو په اړه آنلاین ناسته وکړه.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د پولیو واکسین په برخه کې د بېلګېټس بنسټ د دوامداره همکاریو مننه وکړه او د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې یې د واکسین بهیر بریالی وباله. هغه ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت به د پولیو د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
له بل لوري د آسیا لپاره د بېل ګېټس بنسټ د پولیو برخې مسؤولې د پولیو د مخنیوي په برخه کې د افغاني سرې میاشتې رول مهم وباله او ویې ویل چې په سیمه کې د پولیو له منځه وړلو لپاره ګډو هڅو او دوامداره همکاریو ته اړتیا ده. نوموړې زیاته کړه، چې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر باید په منظم ډول دوام ومومي؛ څو ټول ماشومان تر پوښښ لاندې راشي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازم ګامونه پورته شي.

Latest news

Tue, Mar 17 2026 2:57 PM
Background image

ARCS Distributes AFN 61.5 Million to 4,100 Displaced Families in Kunar

Tuesday, March 17, 2027

The ARCS, with support from the ICRC, distributed cash assistance totaling AFN 61.5 million to 4,100 internally displaced families in Narai and Sarkano. . .

Tue, Mar 17 2026 10:39 AM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Badghis

Tuesday, March 17, 2026

Medical teams from the ARCS delivered essential health services across several districts and villages in Badghis Province over the past 30 days. During this. . .

Mon, Mar 16 2026 5:54 PM
Background image

ARCS Provides Assistance to a Person with Disability

Monday, March 16, 2026

The General President of the ARCS, Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, provided cash, food, and non-food assistance to a vulnerable person with disability from. . .

BACK TO NEWS