له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات او لوګر ولایتونو کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه په لومړي پړاو کې دوه میلیونه (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادو کورنیو له جملې ۵۰ کورنۍ په هرات او ۵۰ کورنۍ په لوګر کې شاملې وې.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، چې د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو له لارې خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په نږدې راتلونکي کې په دوهم پړاو کې هم نږدې یو نیم میلیون افغانۍ ووېشل شي.
