د مرکز او سيمه ييزو زونونو يو شمېر کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې ښوونیز ورکشاپ پيل شو
دوشنبه، ۵ جمادى الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت د آی سي آر سي په مالي ملاتړ د مرکز او سیمه ییزو زونونو یو شمېر کارکوونکو ته د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال غورځنګ د پېژندنې په موخه درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په شتون کې پیل شو.
د ورکشاپ په پرانیسته کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د ورکشاپ د ارزښت او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل او دا ډول ښوونیز پروګرامونه یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې او د سرو میاشتو او سروصلیبونو نړیوال غورځنګ د موخو او فعالیتونو د لا ښه درک لپاره مهم وبلل او دې برخه کې یې د آی سي آر سي د مالي ملاتړ مننه وکړه.
ورپسې د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې آمر ښاغلي دکتور عبدالعلیم احمدزي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغاني سرې میاشتې مرکزي او سیمه ییز کارکوونکي باید په ټولنه کې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال غورځنګ د بشرپالو فعالیتونو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او د دې ملي ټولنې له بشري کړنو خلک خبر کړي، څو بشرپال فعالیتونه لا پراخ او اغېزمن شي.
یاد ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال غورځنګ د پېژندنې، تاریخچې، نښانونو او فعاليتونو په اړه لازم معلومات ورکړل شي.
