ايراني سرې میاشتې د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٤٥ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

شنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د کونړ ولایت زلزله ځپلو د لاسنيوي په موخه د ایراني سرې میاشتې ۴۵ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، په افغانستان کې د یاد هېواد د سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي په لاس، کابل نړیوال هوايي ډګر کې د افغاني سرې میاشتې د پېښو څانګې رئیس ښاغلي ملا محمد صالح اخندزاده ته وسپارل شوه.
د مرستې د سپارلو پر مهال ښاغلي اخندزاده د ایران ولس د بشري مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول مرستې نه یوازې د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه نیت څرګندونه هم کوي.
په افغانستان کې د ایران سفیر په خپلو خبرو کې یاده کړه، چې د ایران ولس د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او د زلزله ځپلو کورنیو درد خپل درد ګڼي، نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د زلزله ځپلو افغانانو د ملاتړ او لاسنیوي لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ایراني سرې میاشتې له لوري به څه کم ۶۸ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو نوره مرسته هم چې په کې ورېجې، چای، خېمې، کمپلې، د پخلنځي وسایل او نور اړین توکي شامل دي، د ځمکې له لارې هرات ولایت کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي.