د ناروغانو د درملنې ملاتړ؛ د المان سولې کلي مرستندویه بنسټ افغاني سرې میاشتې ته ۲۰ زره یورو نغدي مرسته ورکړه

جمعه، ربیع الأول ۱۴۴۷
د المان د سولې کلي مرستندویه بنسټ د مسئولینو ښاغلي ین یسن، آغلې کلاودیا پپمولر او مل پلاوي له لوري د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته په افغانستان کې دننه په اور د سخت سوځېدلو او میکروبي هډوکو پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په موخه ۲۰ زره یورو نغدي مرسته وسپارل شوه.
د نغدي مرستې د سپارلو پر مهال، عمومي رئیس د المان د سولې کلي مرستندویه بنسټ د اوږد مهاله او دوامداره مرستو د مننې ترڅنګ، د یاد بنسټ روغتیايي او بشرپال خدمتونه د اړمنو او ناچاره وګړو د لاسنیوي برخه کې مؤثر او اغیزمن وبلل او له افغاني سرې میاشتې سره یې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د المان هېواد د سولې کلي بنسټ مسئولینو د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه د ناروغانو، اړمنو او پېښځپلو د لاسنیوي برخه کې د ستاینې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې د افغان ولس د هر اړخیز ملاتړ برخه کې بشپړه ژمنتیا لرو.