چین سره صلیب؛ افغاني سرې میاشتې سره د کونړ زلزله ځپلو لپاره ٢٠٠زره امريکايي ډالر مرسته وکړه

جمعه، ۱۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د چین سره صلیب له لوري د کونړ زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو نغدي مرسته، په کابل کې د یاد هېواد د شارژدافیر ښاغلي باو شوخوی په لاس د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته د یوې رسنیزې ناستې پرمهال وسپارل شوه.
ښاغلي دلاور د چین له دوامدارو بشردوستانه مرستو مننه وکړه، نننۍ نغدي مرسته یې د کونړ زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو برخه کې اغېزمن وګڼله او د ورته مرستو د لا زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي شوخوی ډاډ څرګند کړ، چې هېواد یې هوډ لرې، څو د زلزله ځپلو افغانانو لپاره نږدې راتلونکي کې نورې بشري مرستې هم برابرې او افغان ولس سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
همدا راز ، په یوه جلا ناسته کې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې د چین له شارژدافیر سره د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو د پراختیا پر هڅو هم خبرې وکړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې د همکارۍ او همغږۍ کچې د لوړولو هیله څرګنده کړه.
ښاغلي شوخوی د پېښې قربانیانو په غم کې خپل ځان شریک وباله، د افغان ولس لپاره یې د تسلیت پیغام وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې د چین سور صلیب او خلک به یې د زلزله ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.