پروان ولایت کې د ورښتونو له امله پر زیانمنو شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

پروان ولایت کې د ورښتونو له امله پر زیانمنو شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن یکشنبه د شوال د میاشتې پر ۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په اشابې سیمه کې د سختو ورښتونو له امله له ۳ زیانمنو شویو کورنیو سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، ۱ ترپال، ۶ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.