کندهار؛ پر ۵۰۰ خوارځواکو مېرمنو او ماشومانو نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته ۵۰۰ مېرمنو او ماشومانو په لومړي پړاو کې پنځه میلیونه (۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په راتلونکو څلورو میاشتو کې هم ورته مرسته ووېشل شي.