کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Kabull

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د مرکزي دفتر یو شمېر رئیسانو، سلاکارانو او د مستقلو آمریتونو آمرینو ګډون درلود.

د غونډې پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال د یاد پروګرام پر بشپړېدو خوښي وښوده، د کارکوونکو چارو ریاست هڅې یې وستایلې او د ورته پروګرامونو دوام یې د ادارې د پرمختګ لپاره مهم وباله. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې زده‌ کړې په ورځنیو چارو کې وکاروي او ډاډ یې ورکړ، چې د افغاني سرې مياشتې رهبري په دې برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمنه ده.

ورپسې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال ګډونوالو ته وینا وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې زده‌ کړې له نورو همکارانو سره شریکې کړي، څو په اداره کې د مثبت بدلون زمینه برابره شي.

همدارنګه، د کارکوونکو چارو رئیس ښاغلي مولوي شفيق الله اميني د کارکوونکو د ظرفیت لوړونه د خپل مسؤولیت یوه مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د اړتیاوو له مخې به ښوونیز پروګرامونه دوام ومومي، څو د کارکوونکو ستونزې راکمې شي. 

په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري اصولو، دندو مکلفیتونو، تګلارو او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه لازمې زده‌ کړې ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۸:۴۱
Background image

بغلان؛ به خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی، کمک‌ عاجل صورت گرفت

سه‌شنبه، ۴ ذوالقعده ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی به یک خانواده آسیب دیده از اثر آتش سوزی در قریه گرکرک ولسوالی دند غوری ولایت بغلان، کمک‌های عاجل ارائه نمود.

در این کمک‌، برای خانواده متضرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۷:۳۴
Background image

لوگر؛ به خانواده آسیب‌دیده از اثر فروریختن دیوار، کمک نقدی ارائه شد

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

از سوی هلال‌احمر افغانی، برای یک خانواده در قریه عمرآباد مربوط مرکز پل‌علم ولایت لوگر، که در اثر فروریختن دیوار متحمل خسارات جانی و مالی شده بودند، مقدارى کمک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ به ۵۱ کارمند پس از تکمیل آموزش‌های مسلکی، تصدیق‌نامه توزیع شد

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

به ابتکار ریاست امور کارکنان هلال‌احمر افغانی، مرحله دوم پروگرام‌ آموزشی و مسلکی تحت عنوان "طرز سلوک" برای ۵۱ تن از کارمندان این اداره، با توزیع تصدیق‌نامه‌ها. . .

BACK TO NEWS