کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۸
kabuii

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل په موخه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د مرستې د وېش پر مهال د سرې میاشتې د مقام سلاکار ښاغلي شیخ حفیظ‌ الله عثماني په خپلو خبرو کې وویل، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي خپلو شته امکاناتو ته په کتو د هېواد په ټولو برخو کې له اړمنو او زیانمنو شوو کورنیو سره دوامداره مرستې وکړي. نوموړي دا ډول بشري مرستې د خلکو ستونزو په کمولو کې مهمې وبللې او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغاني سره میاشت کوښښ کوي د کاري شریکانو په ملاتړ د مرستو دا لړۍ پراخه کړي؛ څو د لا ډېرو بې وسه کورنیو لاسنیوی وشي.
وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو نخود، ۱۰ کیلو بوره، ۱۰ لیتره غوړي، وچې شیدې او غیر خوراکي توکو کې ژمنۍ البسه، شامپو او روغتیايي کېټ شامل و.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۹:۹
Background image

به ۱۸۵ خانواده عودت‌کننده در لغمان بسته‌های صحی توزیع شد

یکشنبه، ۳۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
 هلال احمر افغانی، بسته‌های صحی را برای ۱۸۵ خانواده عودت‌کننده در ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان توزیع نمود. 
در این کمک‌ها، به ۱۴۸ خانواده بسته‌های صحی و به ۳۷. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۵۰
Background image

به خانواده آسیب‌دیده از بارندگی‌ها در هلمند، کمک اضطراری ارائه شد

یکشنبه، ۳۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال احمر افغانی، به منظور رسیدگی عاجل به یک خانواده آسیب‌دیده از بارندگی‌ها در منطقه بولان، شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند، ۳ قلم کمک غیرغذایی ارائه شد. این. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۲۹
Background image

کابل؛ به ۱۰۵ خانوادهٔ نیازمند کمک عاجل بشری صورت گرفت

یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی به‌منظور حل مشکلات زمستانی، کمک‌های غذایی و غیرغذایی را در دفتر مرکزی و با حضور مشاوران مقام و مسئولان ریاست‌های مختلف، به ۱۰۵ خانوادهٔ. . .

BACK TO NEWS