تخار ولایت کې د پانګونې په پار د ۳ جریبه ځمکې د مزایدې غونډه وشوه!

تخار ولایت کې د پانګونې په پار د ۳ جریبه ځمکې د مزایدې غونډه وشوه!
نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خیریه ملي ټولنې اړوند په تخار ولایت کې د ۳ جریبه ځمکې د مزایدې غونډه ترسره شوه.
د مزایدې په ياده غونډه کې ۳ ساختماني او سوداګريز شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.