پروان؛ ۴۰ رضاکارانو ته د روغتیايي خدمتونو اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې ۴۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د روغتیايي خدمتونو اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې رضاکارانو ته د لومړنیو روغتيايي مرستو، رواني ملاتړ، روغتیايي پوهاوي او په بېړنیو حالاتو کې د اغېزمنو مرستو د وړاندې کولو په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د روزنیزو ورکشاپونو له لارې د رضاکارانو د روغتیايي او بشري خدمتونو وړتیاوې پیاوړې کوي؛ څو په بېړنیو حالاتو کې د خلکو د ملاتړ لپاره ښه چمتووالی ولري.
