بلخ؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي
سې شنبه، ۱۵ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۵۱۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۲۷۳۰ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
