کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
K

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون کې د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې او عملیاتو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه.

دغه اقدام د ناروغو ماشومانو د درملنې او عملیاتو لپاره د وینې د اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شو.

افغاني سره میاشت د خپل قلبي روغتون له لارې د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې زمینه برابروي او د هغوی د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو د اړتیا پر مهال ناروغانو ته وینه ورکړې او د بشري مرستو په دې برخه کې یې ونډه اخیستې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۹
Background image

کابل؛ ۲۷ رضاکار در شفاخانه قلبی برای اطفال مبتلا به سوراخ قلب ۱۰ هزار سی‌سی خون اهدا کردند

شنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

به ابتکار ریاست جوانان و رضاکاران هلال‌احمر افغانی، ۲۷ رضاکار از مراکز آموزشی دفتر مرکزی، ارزان‌قیمت و خیرخانه‌مینه، به‌منظور تداوی و انجام عملیات جراحی اطفال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۸
Background image

لوگر؛ بیش از ۱۱ میلیون افغانی کمک نقدی به ۱۰۵۰ خانواده عودت‌کننده توزیع شد

شنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، ۱۱ میلیون و ۱۳۰ هزار افغانی کمک نقدی را به ۱۰۵۰ خانواده عودت‌کننده در پل علم مرکز ولایت لوگر و ولسوالی‌های محمدآغه، چرخ و خوشی این ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۵۴
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی شش‌روزه درباره فعالیت‌های مرتبط با آب و حفظ‌الصحه در شرایط اضطراری آغاز شد

شنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی شش‌روزه درباره فعالیت‌های مرتبط با آب و حفظ‌الصحه در شرایط اضطراری، از سوی ریاست خدمات صحی هلال‌احمر افغانی و با حمایت مالی کمیته بین‌المللی صلیب. . .

BACK TO NEWS