کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي مسؤولینو ته د پېښو مديريت په اړه یو ورځنی معلوماتي ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
Sun, Apr 19 2026 6:02 PM
Kabul

یکشنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر رئیسانو، سلاکارانو او د مستقلو آمریتونو مسؤولینو ته، افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې او چمتووالي په اړه د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د سکرتر جنرال عملياتي مرستيال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د پېښو پر وړاندې د اغېزمنې ځواب وینې او چمتووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او دې برخه کې یې د کارکوونکو ظرفیت لوړونه یو مهم او اساسي اقدام وباله.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د نیمګړتیاوو اصلاح د ادارې د پرمختګ لامل ګرځي، خو تکرار یې د ادارې چارې ټکنۍ کوي، موږ باید له نیمګړتیاوو د مخنيوي په موخه د چارو ښه والي ته ځانګړې پاملرنه وکړو؛ څو وکولای شو زیانمنو ته پر وخت او غوره توګه خدمتونه وړاندې کړو.

ياد ورکشاپ کې ګډونوالو سره د طبيعي او غیر طبيعي پېښو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې، خدمتونو ارزونې او چمتووالي په اړه لازم معلومات شریک شول.

Latest news

Sun, Apr 19 2026 6:52 PM
Background image

Basic First Aid Kits Provided to 152 Volunteers in Paktia, Logar, and Badakhshan

Sunday, April 19, 2026

 

The ARCS provided basic first aid kits to 152 volunteers across various districts of Paktia, Logar, and Badakhshan provinces, with each volunteer receiving. . .

Sun, Apr 19 2026 6:07 PM
Background image

Kabul: One-Day Disaster Management Workshop Held for ARCS Central Officials

Sunday, April 19, 2026

 

A one-day awareness workshop was held by the IFRC for directors, advisors, and heads of independent units of the central headquarters of the ARCS, focusing on. . .

Sun, Apr 19 2026 1:31 PM
Background image

Toward Self-Reliance: 150 Women Without Guardians in Herat Receive Vocational Training

Sunday, April 19, 2026

 

The Western Zone Marastoon Unit of the ARCS is providing vocational training programs for 150 women without guardians in Herat province, aiming to strengthen. . .

BACK TO NEWS