سرپل کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې
پنجشنبه، ۲۱ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۹ سېلاب ځپلې کورنۍ له غیر خوراکي توکو برخمنې شوې.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۲ ترپالونه، د پخلنځي د توکو ۱ سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
دا مرسته د سېلاب ځپلو هېوادوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
