ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله
چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د افغاني سرې میاشتې د شمال زون رئیس ملا محمد حنیف خالد، د ازبکستان د سرخاندریا والي الوغ بېګ قاسموف، په افغانستان کې د ازبکستان سفیر آته بېګ سلیمانوف او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
د بلخ مرستیال والي ازبکستان هغه هېواد وباله چې تل یې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو پر مهال له افغانستان سره مرستې کړې دي. نوموړي وویل، دا ډول همکارۍ د افغان ولس لپاره ارزښتمنې دي.
ورپسې د ازبکستان سفیر وویل چې هېواد یې هڅه کوي خپلې بشري مرستې په وخت د افغانستان اړمنو خلکو ته ورسوي، څو له طبیعي او غیر طبیعي پېښو اغېزمنې کورنۍ پر وخت ملاتړ ترلاسه کړي.
دغه راز، د افغاني سرې میاشتې د شمال زون رئیس د ازبکستان د دوامداره مرستو قدرداني او ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: چې دغه مرسته به د یوې شفافې پروسې له مخې پر مستحقو، اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو ووېشل شي.
هغه ټینګار وکړ: چې افغاني سره میاشت هڅه کوي بشري مرستې د خلکو اړتیاوو ته په کتو په عادلانه ډول ووېشي.
په مرسته کې اوړه، غوړي، وريژې، بوره، آش، مکروني، د پخې غوښې کانسرو، د اوبو بوشکې، شیدې او بیسکوېټ شامل دي.
