افغاني سرې میاشتې پکتیا کې ۳۰۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته ۴۵ میلیونه افغانۍ مرسته ورکړه
يکشنبه، ٢۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت اړوند د ډنډِ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو پر ٣٠٠٠ داخلي بې ځايه شوو کورنيو ۴۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې د مقام د سلاکارانو ښاغلي شيخ الحديث احمد نور حنيف، مولوي محمد عثمان بلوچ، د سويل ختيځ زون رئيس ښاغلي سيد منهاج الدين هاشمي او د پکتيا نماينده ګۍ د رئيس ښاغلي الحاج مفتي غلام سرور ابو احمد په حضور کې ورکړل شوه.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي شيخ الحديث احمد نور حنيف وویل، افغاني سره میاشت د خپل بشري مسؤولیت له مخې د اړمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړه ده او د ناورینونو په سختو شېبو کې د زیانمنو لاسنیوی خپله وجیبه ګڼي. نوموړي زیاته کړه، چې د ادارې مشرتابه د داخلي بې ځایه شوو کورنیو لپاره د بشري مرستو د جلب په برخه کې هڅې روانې ساتلي او په پام کې ده، په نږدې ورځو کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته مرستې ترسره شي.
ورپسې د سويل ختيځ زون رئيس په خپلو څرګندونو کې وویل، چې افغاني سرې مياشتې ددې زون په کچه په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې د ٨٣٠٠ داخلي بې ځايه شوو کورنيو سروې په شفاف ډول ترسره کړې ده، چې نن يې په عملي شکل د مرستې لړۍ پيل شوه. هغه د آى سي آر سي له دوامدارو مرسته مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام هيله يې څرګنده کړه.
د يادونې وړ ده، چې دا نغدي مرسته د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي همکارۍ ترسره شوه، چې پکې هرې کورنۍ ته ۱۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
