د روژې په لړ کې؛ کابل کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
Mon, Feb 23 2026 4:49 PM
د روژې په لړ کې؛ کابل کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري  د کابل مرکزي مرستون کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکيې ديانت ادارې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، پکې ۹ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د ترکیې سفیر ښاغلي سادین آییلدز او د ديانت ادارې مسؤول ښاغلي دکتور امراه کان دمیر ګډون درلود.
عمومي رئیس د ترکیې د ديانت ادارې له لوري د بشري مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا ډول مرستې کولای شي د اړمنو کورنیو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنې تمامې شي. نوموړي څرګنده کړه، چې افغاني سره میاشت د خپلو بشري مسؤولیتونو له مخې تل هڅه کوي؛ څو له اړمنو، بېوزلو او زیانمنو کورنیو سره دوامداره مرستې ترسره کړي.
له بل لوري د ترکیې سفیر په خپلو خبرو کې وویل: ترکیه به له افغان ولس سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي او هڅه به وکړي؛ څو د دوستۍ او ورورولۍ اړیکې لا پیاوړې شي. 
 د دیانت ادارې مسؤول په خپلو خبرو کې وویل، چې دوى له اړمنو افغانانو سره مرستې خپل دیني او اخلاقي مسؤولیت بولي. نوموړي ژمنه وکړه، چې راتلونکې کې به هم له اړمنو او بې وسه افغانانو سره ورته بشري مرستې دوام ولري؛ څو اړمنې کورنۍ د ژوند له سختیو څخه راووځي.
د یادونې وړ ده چې وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۴ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو وریژې، ۸ کیلو لوبیا، ۱۲ کیلو مکروني، ۲ کیلو چای، ۸ کیلو بوره، ۴ پاکټه مالګه او ۴ قوطیه روب ورکړل شول.

Latest news

Mon, Jun 15 2026 4:49 PM
Background image

Baghlan: AFN 2.6 Million in Cash Assistance Distributed to 250 Flood-Affected Families

Monday, June 15, 2026

 

The ARCS distributed AFN 2.625 million in cash assistance to 250 flood-affected families in Pul-e-Khumri, the capital of Baghlan Province.

The assistance was. . .

Mon, Jun 15 2026 4:24 PM
Background image

Kabul: One-Day Workshop Held on Disaster Risk Reduction

Monday, June 15, 2026

 

A one-day training workshop on disaster risk reduction was held at the central headquarters of the ARCS for a number of staff members from the Youth and. . .

Mon, Jun 15 2026 11:03 AM
Background image

Health Services Provided to Thousands of Patients in Kunar

Monday, June 15, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Kunar Province over the past 30 days.. . .

BACK TO NEWS