د روژې په مناسبت؛ کابل کې د ۱۱ ټنه خرما د وېش لړۍ پیل شوه
پنجشنبه، ۲ رمضان ۱۴۴۷
د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري افغاني سرې مياشتې ته د ۱۰۰ ټنه ورکړل شوې خرما د وېش لړۍ په مرکزي دفتر کې يو شمېر اړمنو ته په ورکړې سره پیل شوه، چې پر هر تن ۸ کیلو خُرما ووېشل شوه.
د خرما د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور او د هغه مرستیال حافظ عزیز الرحمن هم حضور درلود.
د یادونې وړ ده، چې مرسته شوې خُرما به نږدې راتلونکي کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.
