پروان کې ۵۰۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته ژمني توکي ورکړل شول
شنبه، ۲۶ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د مرکز په ګډون د بګرام، سید خېل او سیاګرد ولسوالیو له ۵۰۰ اړمنو، بې سرپرستو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳ ژمنۍ بستې ورکړل شوې، چې د ماشومانو، نارینه او ښځینه وو جمپرونه، بنیانونه، دستکشې، جورابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي په کې شامل وو.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره له سړې هوا څخه د ځان د ښې ساتنې په موخه ترسره شوه.
