ننګرهار کې د ورښتونو له امله اغېزمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۲۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار اړوند په غوچکو سیمه کې له هغې کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې د سختو ورښتونو او د خونې چت د پرېوتو له امله یې یو شمېر غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
دغه مرسته له یادې کورنۍ سره د بېړنیو او اساسي ستونزو د راکمولو او د انساني همدردۍ په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي او کاري مسؤولیت ګڼي.
