سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه
جمعه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بشري همدردۍ په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په دره صوف پایین ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
