سمنګان؛ له ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
یکشنبه، ۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۸ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا او خُرما په کې شامله وه.
