کونړ؛ د خوندي لاسرسي تر سرلیک لاندې ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد
چهارشنبه، ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوری د کونړ ولایت په نماینده ګۍ ریاست کې ۳۴ تنو رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سرې میاشتې بنسټیزو اصولو او د خوندي لاسرسي په اړه په تفصیلي توګه معلومات ورکړل شول، څو وکولی شي د ځان او نورو خوندیتوب ته په بشپړه توګه پاملرنه وکړي.
