کابل؛ له يوې بې سرپرستې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
چهارشنبه، ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري کابل کې له هغې اړمنې کورنۍ سره چې د کورنۍ سرپرست يې نه درلود او د کمزوري اقتصادي حالت له امله د ژوند د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو برخه کې له ستونزو سره مخ وه؛ د یوې اندازې نغدي مرستې ترڅنګ څلور قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم وشوه، چې په کې ۱۰۰ کیلو اوړه، لس ليتره غوړي، پنځه کمپلې او یوه د روغتیا ساتنې بسته شامله وه.
