پکتیکا؛ پر اړمنو مېرمنو درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ هغو مېرمنو چې د خوړو له کمښت سره مخ وې؛ په درېیم پړاو کې درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې پر یادو کورنیو به په راتلونکو دوه میاشتو کې هم ورته مرسته ووېشل شي.
