کونړ زلزله ځپلو لپاره د سيد نادر شاه کياني کلتوري او ټولنيز بنسټ افغاني سرې میاشتې سره مرسته کوي

arcs_website_admin
Sun, Sep 28 2025 10:09 AM
کونړ زلزله ځپلو لپاره د سيد نادر شاه کياني کلتوري او ټولنيز بنسټ افغاني سرې میاشتې سره مرسته کوي

يکشنبه، ۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
په افغانستان کې د سيد نادر شاه کياني کلتوري او ټولنيز بنسټ مسئولینو د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره د کونړ زلزله ځپلو د لومړنیو اړتیاوو پوره کېدو په موخه نږدې راتلونکي کې  څه د پاسه ۴۳ ټنه خوراکي توکو د سپارلو په موخه د همغږۍ او لوژستیکي چارو د تنظیم په موخه وکتل.
کتنه کې ښاغلي دلاور د دوی له مرستې مننه وکړه او د کونړ زلزله ځپلو لاسنیوی یې د ټولو افغانانو دیني او ملي مسئولیت وباله او له نورو خیرپالو هېوادوالو یې هم وغوښتل، څو د زلزله ځپلو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
د سيد نادر شاه کياني کلتوري او ټولنيز بنسټ مسئولینو د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو برخه کې د افغاني سرې میاشتې د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د هغوی د ستونزو حل برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې یاده مرسته کې ۴۰ ټنه اوړه او څه د پاسه ۳ ټنه غوړي شامل دي، چې افغاني سرې میاشتې ته تر سپارلو وروسته به ډېر ژر پر زلزله ځپلو کورنیو ووېشل شي.

Latest news

Wed, Apr 01 2026 8:34 PM
Background image

Health Supplies Provided to 120 Volunteers for Public Awareness in Zabul

Wednesday, April 1, 2026

 

The ARCS distributed hygiene, human dignity, and health kits to 120 male and female volunteers in the Nawkhiz area of the provincial center of Zabul, as. . .

Wed, Apr 01 2026 7:06 PM
Background image

12 Million AFN Provided to 800 Displaced Families in Khost

Wednesday, April 1, 2026

 

The ARCS, with support from the ICRC, provided 12 million Afghanis in cash assistance to 800 internally displaced families in Gurbaz District of Khost. . .

BACK TO NEWS