له کارکوونکو څخه د ورځنيو ديني زده کړو د ارزونې په موخه ازموینه واخیستل شوه

دوشنبه، ۲۹ ربیعالأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د ورځنيو دیني زده کړو په اړه له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه، چې د افغاني سرې میاشتې د غونډو په لوی تالار کې ترسره شوه، موخه یې کارکوونکو ته د ورکړل شوو ورځنيو دیني درسونو برخه کې د هغوی د پوهې کچې ارزول و، څو کارکوونکي اسلامي ارزښتونو سره لا ښه بلد او د خپلو دندو په ترسره کولو کې دیني اصولو ته ژمن پاتې شي.