نورستان؛ زلزله ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په کوردر دره کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۸ زیانمنو شوو کورنیو سره ۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو ترپال، ۲ کمپلې، ۱ د پخلنځي توکو سیټ، ۲ کیلو شین چای او یوه د اوبو بوشکه ورکړل شوه.
همدا راز، د یادو کورنیو له جملې له ۸ کورنیو سره د خېمو مرسته هم وشوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړل شوه.