باميان؛ زرګونو اړمنو هېوادوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ١٩ صَفَر ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د باميان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧١٧٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣٨٣١ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.