د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډله وستایل شوه

arcs_website_admin
Tue, Jul 29 2025 4:18 PM
د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډله وستایل شوه

سې‌شنبه، ۴ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن د سرې میاشتې د والیبال لوبډلې هغه لوبغاړي وستایل، چې سږ کال د افغانستان د اولمپيک ملي ادارې له‌خوا د هېواد په کچه د والیبال په څلورم پړاو سیالیو کې یې د لومړي مقام ویاړ تر لاسه کړی و.
ښاغلي دلاور د لوبغاړو د ستاینې پر مهال وویل: " موږ پر خپلو ځوانو او با استعداده لوبغاړو ویاړو، چې د افغاني سرې مياشتې نوم یې وځلاوه. نوموړي ډاډ وړاندې کړ، چې افغاني سره میاشت به تل د ځوانانو د استعدادونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې جاري ساتي."
د لیدنې په پای کې لوبغاړو ته د ډالیو ترڅنګ د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ډاډ هم ورکړل شو.

Latest news

Tue, Jun 23 2026 7:15 PM
Background image

Badakhshan: AFN 120,000 in Cash Assistance Provided to Four Families Affected by Heavy Rainfall

Tuesday, June 23, 2026

 

The ARCS provided AFN 120,000 in cash assistance to four families in the districts of Argo, Kishm, and Yaftal Payan of Badakhshan Province who suffered human. . .

Tue, Jun 23 2026 3:46 PM
Background image

Asia-Pacific National Societies Discuss Joint Preparedness for the El Niño Phenomenon

Tuesday, June 23, 2026

 

Mawlawi Rohullah Abdul Salaam, Under-Secretary General for Operational Affairs of the ARCS, participated in an online meeting with representatives of Red. . .

Mon, Jun 22 2026 7:20 PM
Background image

Kabul: Training Workshop Held on Disaster Preparedness

Monday, June 22, 2026

 

A one-day training workshop on disaster preparedness and risk reduction was held at the central headquarters of the ARCS for the heads of the Disaster. . .

BACK TO NEWS