په کابل مرستون کې مېشتو مشمولینو ته د اختریزې البسې وېش!

نن سه شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د غویي پر ٢١ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییسې آغلې دوکتور نیلاب مبارز او سکرترجنرال د مرستیالانو په حضور کې د سرې میاشتې په کابل مرستون کې مېشتو ” ١٠٦ “ تنه هغه هلکانو او نجونو ته چې د خپلو کورنیو سره په یاد مرستون ژوند کوي، اختریزه البسه: ( یخن قاق، پتلون، بوټ او جرابې)، چې د ترکي سرې میاشتې له لورې برابره شوې وه، و ویشل شوه.