آی سي آر سي، افغاني سرې میاشتې سره د بشرپاله فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د ۷ عراده موټرو ژمنه وکړه

arcs_website_admin
Mon, Jul 28 2025 4:45 PM
آی سي آر سي، افغاني سرې میاشتې سره د بشرپاله فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د ۷ عراده موټرو ژمنه وکړه

دوشنبه، ۳ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن،  افغانستان لپاره د آى سي آر سي د همکاریو له مسئول ښاغلي ربیع الفقیه سره د خپل کار په دفتر کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، اړتیاوو او د هغوی د ملاتړ لپاره د بشري مرستو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو له پیل راهیسې د آی سي آر سي له دوامداره ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او د راستنېدونکو کډوالو د اوسني وضعیت، شته ستونزو او بېړنیو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي د راستنېدونکو کډوالو په پنډغالو کې د لنډمهاله سرپناوو، بېړنیو مرستو او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د لا پراخ ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي ربیع الفقیه د کډوالو په تړاو د وروستي معلوماتو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د څښاک پاکو اوبو، نغدي مرستو او روغتیایي خدمتونو د ملاتړ تر څنګ به نزدې راتلونکي کې افغاني سرې میاشتې ته د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه ۷ عرادې لنډکروزر موټرونه وسپاري.

Latest news

Sun, Apr 05 2026 4:51 PM
Background image

670 Repatriated Families Receive 52.6 Tons of Food Aid in Nangarhar

Sunday, April 5, 2026

 

The ARCS, with support from the Turkish Red Crescent and the Hong Kong Red Cross, provided 52.6 tons of food assistance to 670 families repatriated from. . .

Sun, Apr 05 2026 2:48 PM
Background image

Khost: Health Kits Distributed to 54 Volunteers

Sunday, April 5, 2026

 

The ARCS distributed health kits to 54 male and female volunteers in the center of Khost Province, as well as Zazi Maidan and Gurbuz districts. 

The items. . .

Sun, Apr 05 2026 2:08 PM
Background image

16.5 Million AFN Distributed to 1,100 Internally Displaced Families in Kandahar

Sunday, April 5, 2026

 

The ARCS, with support from the ICRC, distributed 16.5 million Afghanis in cash assistance to 1,100 internally displaced families in Spin Boldak District of. . .

BACK TO NEWS