په کابل کې له «٢٠٠» اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کابل څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي پر ٢٠ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي نوروز علي علیزاده په حضور کې د کابل ښار د بیلابیلو سیمو ٢٠٠ بې ځایه شویو، کونډو او معلولو کورنیو ته د قطر سرې میاشتې په مالي مرسته دوه قلمه خوراکي توکي: « اوړه او وریژې » و ویشل شول.