بلخ کې پر ۶۵۰ اړمنو کورنیو څه د پاسه ۱۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
یکشنبه، ۲ صفر المظفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۶۵۰ اړمنو، بېوزلو او بېځایه شوو کورنیو شپاړس میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۱۶،۲۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ددې نغدي مرستې موخه د یادو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول، د ورځني ژوند د لګښتونو تأمین او د اقتصادي ستونزو راکمول دي.
