هرات او نيمروز ولايتونو کې راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې مياشتې مرستې دوام لري

سې شنبه، ۱۲ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د مشرتابه په لارښوونه، د هرات ولایت په اسلامقلعه بندر او نیمروز ولایت کې له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو ترڅنګ روغتیايي خدمتونه دوام لري.
په سيمه کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري سلګونه کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي او هرات کې پر ۵ زرو او نيمروز ولايت کې پر ۴۰۰ تنو تازه راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه وېشل شوي دي.