د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
Sun, Jul 06 2025 8:35 AM
د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان:  مالي ریاست، د ناروې سره صلیب د پروژو مالي او اداري مرستیال

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای:  کابل

د بست کوډ نمبر :  hr@0056

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۷/۱/۱۴
۱۴۰۴/۴/٢٠
2025/July/10

دندې او مسئولیتونه:
1.    اړوند مسئول ته په مياشتني , ربعوار او كلني ډول د ټولو ترسره شوو کړنو راپور  ورکول.
2.    د ناروې سره صلیب ( NRC ) د ادارې له چک لست، مالي منول او نهضت له پالیسیو سره سم مصرفي اسناد ترتيب او كتل.
3.    له پروژې یا د اړوند مرسته كوونكي (ډونر) له کوډ سره سم انتقالي او مصرفي اسناد ثبت، كتل او دوران ورکول.
4.    له كتلو او ثبتولو وروسته مصرفي اسناد سكن او هارد بڼه یې له اړوند مرسته کوونکي ( ډونر) سره شریک کول.
5.    کله چې د اړونده څانګې کوم سند د مرسته کوونکي ( ډونر ) له لوري بياكتنه ( كمنټ) وخوري، ياد سند په خپل وخت اړوند زون ته د برېښناليک له لاري لېږل او تعقیبول، څو اصلاح شوی سند په خپل وخت راولېږي.
6.    د هېواد نافذه قوانينو، د افغاني سرې مياشتي ټولني قانون، اساسنامې او د افغاني سرې مياشتي ټولني ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول.
7.    اووم: د سیستم لیجر له بانکي حساب سره ریکانسیل کول.
8.    له میاشتني ریکانسلیشن وروسته مصرفي اسناد اړوندو څانګو ته سپارل.
9.    د مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول.
10.    حاضرۍ ته جدي پابندي کول.
11.    له مراجعينو او كاركوونکو سره غوره اخلاق او ښه چلند کول.
12.    د افغاني سرې مياشتې ټولنې قانون، د بشري سرچینو د ریاست له كړنلارې او ټولو هغو اړوندو کاري دندو سره سم ، چې د اړوند امر يا رئيس له لوري سپارل کېږي؛ كاري چارې سرته رسول.
13.    د ادارې رازونه ساتل.
14.    د خپل مسئولیت د موخو او راتلونکو کړنو د لا غوره پلې کېدو او لاسته راوړنو په پار نوښتونه رامنځته کول او اړين تصميمونه نيول.
15.    د ښو لاسته راوړنو په موخه د ترلاس لاندې کارکوونکو ټولې ورسپارل شوې دندې تعقيبول، څارل او ارزول.
16.    د خپلې اړوندې څانګي له ټولو وسائلو ( توكو او عراده جاتو څخه معقوله ګټه اخيستل او ساتل.
17.     دا لائحه له منظورۍ وروسته د اجراء وړ ده، خو وروستی نه ده، د اړتيا په صورت کې زیادت او کمښت په کې راتلی شي.

تحصیلي کچه او  کاري تجربه
لږ تر لږه د  BBA  عمومي اقتصاد، اداره او  پالیسۍ  له پوهنځي څخه فارغ وي
درې کاله کاري تجربه ولري


ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪
‪‪+93-706-750-299‬‬