پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له لوري سروې شوې وې.
د يادونې وړ ده چې د کمېټې غړو ادارو له لوري يادو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم ترسره شوه.