په فاریاب ولایت کې له ” ١١١“ بې ځایه شویو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د فاریاب څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر ۲۷ نیټه په قیصار ولسوالۍ کې له ١١١ بې ځایه شویو کورنیو سره د پنځه قلمه غیر خوراکو توکو(کمپلې، ترپالونه، د پخلنځي سیټونه، د اوبو بوشکې او د روغتیایي کیټونو) مرسته وشوه.