په نورستان ولایت کې له ” ٢٦ “ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نورستان څانګې له لوري د روان ۱۳۹۹ کال د وږي پر دوولسمه نیټه د یاد ولایت په نورګرام ولسوالیۍ کې له ٢٦ سیلاب ځپلیو کورنیو سره د شپږ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
