مرکزي مرستون کې پر سوالګرو کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه!
مرکزي مرستون کې پر سوالګرو کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه!
نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ۲۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې له ۱۲۳ سوالګرو کورنیو سره په ټولیز ډول پنځه سوه شپږ اتیا زره (۵۸۶،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
په یاده نغدي مرسته کې کم نفوس لرونکې کورنۍ ته ۲،۰۰۰ افغانۍ، منځني نفوس لرونکې کورنۍ ته ۴،۰۰۰ افغانۍ او ګڼ نفوس لرونکي کورنيو ته ۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.