کابل کې له ۳۰۰ داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

arcs_website_admin
Sat, Jan 11 2025 12:39 PM
خبر

کابل کې له ۳۰۰ داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پیل شوه!

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر ۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي همکارۍ د کابل ولایت په مرکزي مرستون کې د ۳۰۰ کورنیو له جملې، ۱۰۰ داخلي او بېرونیو مشمولینو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د ترکیې د سفیر ښاغلي جَنک اونال او د یاد هېواد د سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي محمد شوکرو جان په شتون کې د ۲۲.۲۰۰ ټنه  خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.
په نننۍ مرسته کې هرې کورنۍ ته ۷۴ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، لوبیا، بوره، مکروني، شین چای او بیسکوټ په کې شامل وو؛ ورکړل شول.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې مرستیال په خپلو خبرو کې له افغاني سرې میاشتې سره د ترکیې هېواد د هر اړخیزو همکاریو ستاینه او مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دوی هر ډول مرستې به په شفاف ډول تر اړمنو او مستحقو هېوادوالو رسوي.
دا راز د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جَنک اونال هم په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډو همکاریو ستاینه وکړه او ویې ویل "موږ به تل خپلې مرستې له افغانانو ورونو سره دوامداره ساتو، که زموږ مرستې کوچنۍ وي او که پراخې له افغانانو به یې نه درېغوو.
ورپسې د ترکيې د سرې مياشتې د سکرتر جنرال مرستيال هم خبرې وکړې او ډاډ يې څرګند کړ چې مونږ د بشرپالو مرستو د ترسره کولو په برخه کې د افغان ولس لاسنيوي ته بشپړه ژمنتيا لرو او ياده يې کړه چې په لنډ وخت کې به د ترکيې هېواد له لوري د مرستې  لسم رېل ګاډى هم افغانستان ته را ورسي او افغاني سرې مياشتې ته به وسپارل شي څو د ژمي په درشل کې ياده مرسته اړمنو او بې وزلو افغانانو ته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې په راتلونکو ورځو کې به پر ۲۰۰ نورو کورنیو هم د خوراکي توکو یاده مرسته ووېشل شي.

Latest news

Mon, Apr 06 2026 8:15 PM
Background image

Tents Provided to 18 Internally Displaced Families in Paktia for Temporary Shelter

Monday, April 6, 2026

 

The ARCS has provided tents to 18 internally displaced families in Dand-e Patan District of Paktia Province.

Each family received one tent to serve as. . .

Mon, Apr 06 2026 3:37 PM
Background image

Maidan Wardak: Non-Food Assistance Provided to 4 Families Affected by Rains

Monday, April 6, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to four families affected by heavy rainfall in Jaghatu District of Maidan Wardak Province.

Each family received five. . .

Mon, Apr 06 2026 9:21 AM
Background image

Parwan: Over 3,000 Patients Receive Health Services from ARCS

Monday, April 6, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Parwan Province over the past 30 days. . .

BACK TO NEWS