د افغاني سرې میاشتې نوی سرپرست ریس د سره صلیب له استازو سره وکتل

arcs_website_admin
Tue, Jul 16 2024 3:20 PM
خبرونه

نن یکشنبه د محرم الحرام میاشتې پر ۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له رئیس ښاغلي نعیم کریمي او د مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه. 
د ناستې په پيل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد هېواد د سرې میاشتې له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه؛ چې تل یې په ستونزمنو حالاتو کې د افغاني سرې میاشتې سره څنګ په څنګ د اړمنو او پېښځپلو  په لاسنیوي کې برخه اخیستې او د دوی هر اړخيزې مرستې یې اړینې وبللې.  نوموړي له دوی څخه د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
 په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې رئیس د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته د نوې دندې مبارکي او راتلونکي کې يې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
همدا راز يې په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې د پلي کېدونکو او پلان شویو پروژو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Mar 17 2026 2:57 PM
Background image

ARCS Distributes AFN 61.5 Million to 4,100 Displaced Families in Kunar

Tuesday, March 17, 2027

The ARCS, with support from the ICRC, distributed cash assistance totaling AFN 61.5 million to 4,100 internally displaced families in Narai and Sarkano. . .

Tue, Mar 17 2026 10:39 AM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Badghis

Tuesday, March 17, 2026

Medical teams from the ARCS delivered essential health services across several districts and villages in Badghis Province over the past 30 days. During this. . .

Mon, Mar 16 2026 5:54 PM
Background image

ARCS Provides Assistance to a Person with Disability

Monday, March 16, 2026

The General President of the ARCS, Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, provided cash, food, and non-food assistance to a vulnerable person with disability from. . .

BACK TO NEWS