ننګرهار!
نن شنبه، د صفر د مياشتې په ٢٣ مه نېټه، د ننګرهار ولايت د افغاني سرې مياشتې په ښوونيز مرکز کې له ۲۴ تنو زده کوونکو د انګليسي ټولګي د څلورمې مرحلې د کتاب وروستی ازموينه واخيستله شوه. د يادونې وړ ده، چې دا مهال د ننګرهار ولايت د افغاني سرې مياشتې په ښوونيز مرکز کې ۲۱۰ تنه زده کوونکي د ۱۳ رضاکاره استاذانو له لوري زده کړې تر لاسه کوي. په دې ښوونيز مرکز کې زده کوونکو ته د انګلیسي ژبې ترڅنګ ديني، کمپيوټر، رياضي او ليک لوست زده کړې هم ور کول کېږي.