کندوز
کاري ظرفيت پياوړي کول يو اداري اصل دى! په همدې اساس، نن دوشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۲۵مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې د کندوز ولایت په شمال ختیځ زون کې، د PMER درې ورځنى ورکشاپ، د یادې ټولنې د سکرتر جنرال - عملیاتي معاون - ښاغلي احمد خالد "حامد" او د شمال ختیځ زون رئیس محمد شفیع هجرت په شتون کې پیل شو. په یاد ورکشاپ کې د پلان جوړونې، د پلان ډولونو، د پلان مدیریت او اصولو اړوند موضوعات ګډونوالو سره شريک شو.