تخار ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سروې پای ته ورسېده!
د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د مرستو د وېش په موخه د ۵۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو سروې، چې د افعاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري له تېرو څلورو ورځو راهیسې پیل شوې وه؛ د ربیع الاول پر ۱۰ مه پای ته ورسېده یادو سروې شویو کورنیو ته به ډېر ژر د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترکیې هېواد د IHH خیریه بنسټ په مرسته د خوراکي توکو مرسته ترسره شي.
