ننګرهار کې افغاني سرې میاشتې ۴۰ رضاکارانو ته د لومړیو روغتیايي مرستو روزنه ورکړه!
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا د څانګې د کارکوونکو له لوري ۴۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته د شیخ مصري د سیاسنګ په سیمه کې د ساري ناروغیو د کابو کولو تر سرلیک لاندې د لومړنیو روغتیایي مرستو درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
