غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمن غبرګون، عملي پلان جوړونې، د زیانمنو وګړو د ژغورنې، د نغدو پیسو د خوندي لېږد او شفاف وېش په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.
همدارنګه، ګډونوالو ته په ناورینونو کې له زیانمنو وګړو سره پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم اړین معلومات ورکړل شول.
د دې ورکشاپ موخه دا وه، چې رضاکاران په بېړنیو حالاتو کې زیانمنو هېوادوالو ته د چټکو او مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا ډېر چمتو شي.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د مسلکي ظرفیت لوړولو له لارې د ناورینونو پر وړاندې د چمتووالي او پر وخت بشري غبرګون د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
