بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې
پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.
د پروژې له مخې، هر مسلکي کاریګر ته ۳۰ زره او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ د ۳۰ ورځو په موده کې پلې شوه، چې له لارې یې ۱۱۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
په دې پروژه کې د ویالو پاکول، د کوچنیو بندونو جوړول او د بلولونو نصبول شامل وو، چې ورسره د سیمې د عامه اوبو لارو وضعیت ښه شوی دی.
د دغې پروژې موخه د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابرول، د هغوی د اقتصادي ستونزو کمول او د اوبو لارو د وضعیت ښه کول وو.
افغاني سره میاشت د ورته پروژو له لارې اړمنو خلکو ته د کار زمینه برابروي او د هغوی د اقتصادي ملاتړ ترڅنګ، د سیمې د عامه تاسيساتو په رغولو کې هم ونډه اخلي.
